د فراه ولایت د بخش آباد بند د اوبو ګرځولو تونل د پاک کاري چارې په ښه توګه روانې دي او ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
Sat, Mar 16 2024 12:24 PM
1

 د بخش آباد بند د اوبو ګرځولو تونل د جوړولو پروژه په فراه ولایت کې د اوبو او انرژي وزارت له سترو پروژو څخه یوه پروژه ده. اوسمهال د تونلونو د پاک کاري په برخه کې چارې په ښه توګه روانې دي او کابو ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي.

د یادونې وړ ده، چې د بخش آباد بند د دغه وزارت له اړینو او سترو پروژو څخه ده،  د ۱۳۶۰ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو او د ۲۷ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري. همدارنګه دغه بند به کابو اته شپېته زره، پنځه سوه او نوي(۶۸۵۹۰) هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه کړي.

User account menu