د خلم ایبک سمنګان سیندیزه حوزه کې د اسپ کشته چکډم جوړولو پروژې چارې د څه باندې یو میلیون افغانیو په ارزښت پیل شوې
د خلم- ایبک سمنګان سیندیزه حوزه کې د اسپ کشته چکډم جوړولو پروژې چارې د یو اعشاریه یو میلیون(۱،۱) افغانیو په ارزښت د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنیر رفیع الله مجتبی، د خلم- ایبک سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد انس عمر او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو او مشرانو په شتون کې پیل شوې.
دغه چکډم د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د سیلابونو د ویجاړیو د مخنیوي، د باران د اوبو د راټولو او د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې په موخه جوړیږي او چارې به یې د درې میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
