د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا د حقوقي مارکیټ له رئيس سره وکتل

mew-admin
Sun, Nov 26 2023 4:03 PM
1

د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنیر رفیع الله مجتبی د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت د برېښنا حقوقي مارکیټ له رئيس محترم محمد حارث زرمتي سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د برېښنا حقوقي مارکیټ رئيس بلخ ولایت ته د خپل او ورسره مل ټیم د سفر موخه د برېښنا انرژي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د دولتي او خصوصي شرکتونو د دومداره تنظیم او  د کمیت او کیفیت تضیمن وباله، ترڅو هغه شرکتونه چې په شمال زون کې د برېښنا رسونې خدمتونه وړاندې کوي وپېژندل شي او ورته د فعالیت جواز ورکړي.

په ورته مهال، د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د انرژي معینیت له پلاوي سره  اړینه همکاري وکړي.

User account menu