د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د بغلان ولایت د پلخمري ښار د برېښنا د لومړي او دوهم بندونو څخه لیدنه وکړه

mew-admin
Thu, Oct 19 2023 2:26 PM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور او ورسره مل د یو شمېر سیندیزو حوزو رئيسانو د بغلان ولایت د پلخمري ښار د برېښنا د لومړي او دوهم بندونو څخه لیدنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د بغلان ولایت د برېښنا لومړی بند له 30 زره تر  120 زره جریبه ځمکې د خړوبولو، د 1.5 تر 5 مېګاواټه برېښنا د تولید او د 3.5 میلیون متره مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري . همدارنګه د یاد ولایت د برېښنا دوهم بند د  80 زره جریبه ځمکې د خړوبولو، د 5 تر9 مېګاواټه برېښنا د تولید او د 1.5 میلیون متره مکعب  اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري.

User account menu