د انرژي په برخه کې د وزارت  مقام سلاکار او دوه رئیسان همکارانو ته ور وپېژندل شول

mew-admin
Sat, Aug 05 2023 4:41 PM
1

محترم ډاکټر محمد عابد انورزی د اوبو او انرژي وزارت مقام د سلاکار، محترم قاري انجنیر شمس الرحمن جواد د برېښنا انرژي خدمتونو د عمومي رئيس او محترم قاري محمد جمیل سحیقي د دغه وزارت د مالي رئيس په توګه د وزارت مقام د دفتر عمومي رئیس او د انرژي معینیت د وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز له خوا همکارانو ته ور وپېژندل شول.

د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز د نوموړو مسؤلینو د ورپېژندلو پر مهال په دولتي ادارو کي ادلون، بدلون یو اصل وګاڼه او د دې کار موخه یې د اجراآتو غوره والی او د چارو غوره مدیریت و باله او څرګنده یې کړه، چې د انرژي مشاوریت، د برېښنا انرژي خدمتونو عمومي ریاست او مالي ریاست د دغه وزارت له اړینو او کلیدي څانګو څخه دي.

د یادونې وړ ده، چې محترم ډاکټر محمد عابد انورزي د خپلې ماستري او دوکتورا زده کړې د برېښنا انرژي په برخه کې  په جاپان هېواد کې پای ته رسولي او د انرژي په برخه کې څو کلنه کاري تجربه لري. محترم قاري انجنیر شمس الرحمن جواد د برېښنا انرژي په برخه کې د لیسانس تر کچې زده کړې لري او د سولر او د نوې کېدو وړ انرژي په برخه کې ډیپلومه لري او تر دې مخکې یې د زونونو د همغږیو او د اوبو د تخصیص د رئيس په توګه دندې ترسره کړې دي او محترم قاري محمد جمیل سحیقي له اقتصاد پوهنځي څخه فارغ شوی او د اسلامي علومو په برخه کې تر فوق بکلوریا پورې زده کړې لري او تر دې مخکې په تدارکاتو ریاست کې د سلاکار او د اسلامي امارت په مخکینۍ دوره کې د کرنې، اوبولګولو او مالداري وزارت کې د روغتیا څانګې د عمومي رئيس په توګه دنده ترسره کړې ده.

User account menu