د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې رئيس او وسره مل د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم د کاپیسا ولایت د لومړي او دوهمې حصې ولسوالیو ته سفر وکړ

mew-admin
Sun, Feb 19 2023 10:54 AM
1

د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي انجنیر کاوه خروش او ورسره مل د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم له پنجشیر سیند څخه کابل ښار ته د څښاک اوبو د لېږد پروژې د مطالعاتو د امکان سنجي د بشپړولو په موخه  د کاپیسا ولایت لومړي او دوهمې حصې ولسوالیو ته  سفر وکړ.

په یاد سفر کې، ښاغلي خروش او د وزارت د تخنیکي ټیم مسؤل د یوې ناستې په ترڅ کې  د آبخور ساحې استازو ته له پنجشیر سیند څخه کابل ښار ته د اوبو د لېږد پروژې په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل، او همدارنګه یې د آبخور ساحې د استازو څرګندونې او وړاندویزونه هم واورېدل.

په ورته مهال، د لومړي او دوهمې حصې ولسوالانو د یادو ساحو اوسیدونکو او بزګرانو ته د زیان د نه شتون په پام کې نیولو سره په یاده پروژه کې د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

User account menu