بامیان ولایت کې د دریو کانالونو د بیارغونې چارې د دوه میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

mew-admin
Sun, Sep 11 2022 9:16 AM
1

 د بامیان ولایت مرکز اړوند د داوودي، سوماره او سید آباد کانالونو د بیارغونې چارې د دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د بامیان ولایت د والي، د پورتني کندز سیندیزې حوزې د رئيس(بامیان) او د هغه ولایت د یو شمېر نورو محلي مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.

د یادو کانالونو د بیارغونې چارې د اوبو بشرپاله بنسټ په مالي مرسته او د پورتني کندز سیندیزې حوزې په همکاري سره پرمخ وړل کېږي.

User account menu