د اوبو او انرژي وزارت مسؤلینو د کابل ښاروالي له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه
د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس انجنیر حبیب الرحمن حقپال،د اوبو برنامو د انسجام رئیس انجنیر رفیع الله ستانکزی او د ځمکې لاندې اوبو رئیس عزیزالرحمن عزیز د کابل ښاروالۍ د مسؤلینو سره په کابل ښار کې د اوبو څخه د مؤثرې استفادې او د ځمکې لاندې اوبو د تغذیوي پروژو د تطبیق په موخه مجلس تر سره کړ.
