د شمال سیندیزې عمومي حوزه کې د اوبو په سکتور کې له هېوادونو څخه د بشري مرستو د راجلبولو په موخه یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو
د شمال سیندیزې عمومي حوزې مسؤلینو د اوبو په سکتور کې د بشري مرستو د راجلبولو په موخه د بلخ، خلم ایبک، سرپل، جوزجان،فاریاب د فرعي سیندیزو حوزو تخنیکي مسؤلینو او د یو شمېر اړونده ادارو په ګډون یو ورځنی ورکشاپ تر سره کړ.
په یاد یو ورځني ورکشاپ کې د آلمان هېواد د بشري مرستو پروګرام تشریح شو او همدارنګه د پروژو د لست چمتووالی، پروپوزل او د پروژو د پلي کیدو مسایل هم تشریح شول.
در ورکشاپ په پای کې، ګډونوالو خپل نظرونه له اړوندو مسؤلینو سره شریک کړل.
