د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست اداري غونډه ترسره شوه.
د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست د چارو د لا ښه پرمخ وړلو او د ښې همغږي او همکاري په موخه اداري غونډه ترسره کړه.
په یاده غونډه کې، د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئیس ښاغلي مولوي محمد کریم فاتح د تېرې غونډې د پرېکړو له تطبيق څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د اړونده څانګو ترسره کړو کړنو راپور واورېد. هغه د غونډې په اجنډا کې په نيول شويو موضوعاتو باندې هر اړخيز بحث وکړ او له ګډونوالو سره په ګډه يې يو لړ پرېکړې ونېولې.
ښاغلي فاتح د خپل خبرو په دوام کې د پلان په ترتيبولو باندې ټينګار وکړ.
