د انرژي معینیت اونیزه ناسته ترسره شوه

mew-admin
Sun, Jun 19 2022 3:27 PM
۱

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت اونیزه ناسته د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف تر مشري لاندې د یاد معینیت د ټولو رئيسانو په ګډون ترسره شو.

په یاده ناسته کې، د تیرې اونۍ د پریکړو ، د پانګه والو سره د همغږي او کاري پرمختګ د راپور چمتو کولو، د وزارتونو ترمنځ د همغږي کمېټې لپاره د پروپوزل چمتوکولو او یو شمېر نورو اداري او تخنیکي موضوعاتو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف په یاده ناسته کې د مطرح شویو موضوعاتو تر هر اړخیز څېړلو وروسته، د چارو د چټکتیا په موخه اړوندو رئيسانو ته اړین اداري او تخنیکي هدایات ورکړل.

User account menu