د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رئیس د سيدکرم ولسوالي د کوهسين سيمې له قومي مشرانو سره ناسته وکړه.
د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رئیس ښاغلي مولوي محمد کریم فاتح د سيدکرم ولسوالي د کوهسين سيمې له قومي مشرانو سره د هغوى د ستونزو د اوريدو؛ او حل په موخه ناسته وکړه.
په یاده ناسته کې قومي مشرانو د خپلې سيمې اړوند د اوبو په برخه کې شته ستونزې شريکې کړې؛ او همداراز يې په سيمه کې د دوشنې د اوبو ذخيروي بند په اساسي ډول جوړيدو پر غوښتنه ټينګار وکړ.
ښاغلي فاتح راغليو قومي مشرانو ته ښه راغلاست وویل د دوى ستونزې او غوښتنې يې پر ځاى وبللې او په دې برخه کې يې اړوندې څانګې ته د لازمو کړنو ترسره کولو په موخه سپارښتنې وکړې. نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، هېواد مو د بيارغونې په برخه کې پر موږ حق لري؛ په ګډه به يې ابادوو. همدارنګه يې له خپله اړخه د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
