د هرات ولایت انجیل ویالې  استنادي دیوال پروژه پرانیستل شوه

mew-admin
Sat, May 28 2022 9:45 AM
1

د لاندنې هریرود سیندیزې حوزې رئیس ښاغلي مولوي سردار ولي مزمل د هرات ولایت انجیل ویالې د استنادي دیوال پروژه چې یو کیلو متر اوږدوالی او درې متره سور لري، د پرانیستې په غونډه کې ګډون وکړ.

د دې پروژې په پلي کیدو سره د موسمي سیلابونو څخه مخنیوی کیږي او شنه فضا به رامنځته شي.

دا پروژه د څه باندې ۱۲۵ زره ډالرو په ارښت د UNDP دفتر په مالي مرسته د لاندنې هریرود سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کیږي.

User account menu