ننګرهار ولایت په رودات ولسوالۍ کې د دوو چکډمونو تخنیکي سروي ترسره شوه
ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې ریاست د یاد ولایت په رودات ولسوالۍ د قلعه میرجي په سیمه کې د دوو چکډمونو تخنیکي سروي تر سره کړه.
د یادو چکډمونو په جوړېدو سره د قلعه میرجي په سیمه کې د ځمکي لاندې اوبو، د چینو او کاریزونو په اوبو کې به زیاتوالی راشي او د لسګونو خلکو لپاره به د کار زمینه برابره شي.
