د کابل ولایت په بګرامیو ولسوالۍ کې یوه عام المنفعه پروژه د 45 میلیون افغانیو په ارزښت افتتاح شوه

mew-admin
Tue, Mar 01 2022 9:52 AM
۱

د کابل ولایت په بګرامیو ولسوالۍ کې یوه عام المنفعه پروژه د 45 میلیون افغانیو په ارزښت افتتاح شوه. د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر لخوا دا عام المنفعه پروژه د کابل ولایت په بګرامیو ولسوالۍ کې افتتاح شوه. دا پروژه د خوړو نړیوال سازمان په مالي مرسته د اوبو لګونې شبکې بیا رغونې، دځمکې لاندې اوبو تقویه کولو، او په بګرامیو ولسوالۍ کې خلکو ته د کار زمینې رامنځته کولو په موخه په لاره اچول شوې وه. د دې پروژې د افتتاح پر وخت د اوبو اوانرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر د اوبو د مدیریت په برخه کې د هغې د اهمیت په اړه وویل؛ په ټول هیواد کې د امنیت په رامنځته کیدو سره د افغانستان اسلامي امارت مسؤلین هڅه کوي چې په پوره صداقت او ړوڼ تیا سره د هیواد د اقتصاد د پراختیا په برخه کې مثبت او مؤثر ګامونه واخلي. ښاغلي عمر په خپلو خبرو کې د خوړو نړیوال سازمان د مالي همکارۍ څخه قدرداني وکړه او ټینګار یې وکړ چې د هیواد د پراختیا او بیا رغونې په برخه کي کوشش او هڅه د افغانستان د هر فرد دیني او ملي مسؤلیت دی، او د افغانستان اسلامي امارت مسؤلین په دې برخه کې هر ډول کوششونو، زحمتونو ته شپه او ورځ متعهد دي. د یادونې وړ ده چې دا پروژه په ۵ برخو کې تطبیق کیږي، چې د پردل خان په کلي کې د ۶۰۰ متره پخه ویالې جوړونه، ۲۰۰ متره ګبیونې دیوال رغونه، ۱۵ متره استنادي دیوال، د ۱۹۴۰۰ متره مکعب ذخیرې لرونکې چکډیم د ساحې پاک کاري او د ۲ کیلو مترو په اندازه د یو کانال پاک کاري شامله ده. د دې پروژې ټولیز قیمت ۴۵ میلیونه افغانې دی چې په تعداد د۷۵۰ نفر په مستقیم ډول او زرګونه کورنۍ به په غیر مستقیم ډول له هغې ګټه پورته کړي.

د اوبو او انرژي وزارت

User account menu