پهٔ لغمان ولایت کې د یوهٔ کانال تخنیکي سروې ترسره شوه
د لغمان ولایت د فرعي سیندیزې حوزې کارمندانو د کړاوو په نوم د یوهٔ کانال تخنیکي سروې ترسره کړه. د یاد کانال د جوړولو پروژې پهٔ عملي کولو سره به د لغمان ولایت یو زیات شمیر کاریګروته د کار زمینه برابره شي او د پروژې د سرته رسولو په نتیجه کې به ګڼ شمېر کورنۍ له یاد کانال څخه استفاده وکړي.
