د اوبو په معینیت کې شپږمه تخنیکي اونیزه ناسته ترسره شوه

hafiz_admin
Thu, Jan 20 2022 2:19 PM
5

دا ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن "عمر" تر ریاست لاندې د یاد وزارت د ټولو مرکزي رئیسانو په حضوري او آنلاین ګډون سره ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د اوبو رسولو او اوبولګولو د پرمختګونو په هکله، د سلما بند د معلوماتو د څېړولو، د سیندیزو حوزو ستونزو ته رسیدګۍ، د کجکي بند د استملاک راپور، د لویو پروژو د ځنډیدو په هکله پرېکړه او نورو اړوندو موضوعاتو باندې بحث او د نظر تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن "عمر" پر یادو موضوعاتو باندې د مفصل بحث وروسته ، اړوندو رئیسانو ته لازم او تخنیکي هدایات ورکړل.

د یادولو وړ ده چې دا ناستې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو په معینیت کې  په اونیز ډول د کړنو د څېړلو ، د اجرااتو د پرمختګ او د چارو څخه په دوامداره ډول د څارنې په موخه ترسره کېږي .

User account menu