د شاه و عروس بند زیانمنو شویو ته د ځمکو وېش کمېسیون ناسته تر سره شوه.
د شاه و عروس بند زیانمنو شویو ته د ځمکو وېش کمېسیون ناسته تر سره شوه.
د شاه و عروس بند زیانمنو شویو ته د ځمکو وېښ کمېسیون ناسته د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس انجنیر خان محمد تکل، د کابل والي محمد یعقوب حیدري، د شاه و عروس بند د زیانمنو شویو ښارګوټي مسؤلینو، د ښار جوړولو وزارت، د کابل مستوفي، د کابل د چاپېریال ساتنې ریاست رئيس او یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.
لومړی د کمېسیون غړو د چارو پرمختګ په اړه خپل راپورونه او د ځمکې بدیل یې د یاد کمېسیون رهبري ته وړاندې کړل.
وروسته د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د شاه و عروس بند زیانمنو شویو ته د بدیل ځمکې د چارو پرمختګ او چټکتیا په موخه اړونده مسؤلینو ته لازم هدایات ورکړل او له هغوئ یې وغوښتل چې ژر تر ژره دې یاد موضوع حل کړي تر څو یاد بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او د کابل اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي.
په اخر کې پرېکړه وشوه چې په روانه اونۍ کې دې هغه زیانمنو ته د بدیل ځمکې د ویش پروسه پيل شي چې د پروسې اداري او پروسیجر یې پلي کړی وي.
د یادونې وړ ده چې شاه و عروس بند چې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې یوه ستره پروژه ده په دې وروستیو کې یې ساختماني چارې بشپړې شوې او د استملاک موضوع وروسته به یاد بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره
