د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د چاپيریال ساتنې ملي ادارې تر منځ ګډه ناسته تر سره شوه.

MEW-Media
Wed, Mar 03 2021 2:22 PM
t66

دغه ناسته د دواړو ادارو تر منځ د کمال خان بند د افتتاح مراسمو او د اوبو مدیریت او چاپيریال ساتنې په موخه د پروژو تطبیق په موخه چې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خام محمد تکل او د چاپيریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي شاه زمان میوندي په شتون کې تر سره شوه.

په دغې ناسته کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د اوبو مدیریت او چاپيریال ساتنې پروژو د تطبیق په برخه کې د دواړو ادارو په ګډې همکارۍ او اړتیاو خبرې وکړې او د پروژو اطلاعاتو، پلانونو او نورو تخنیکي همکاریو په برخه کې د چاپيریال ساتنې ادارې عمومي رئيس ته ډاډ ورکړ.

په عین حال کې ښاغلي میوندي د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې له کړنو قدرداني وکړه او د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د رهبرۍ کړنې یې بې نظیره یادې کړې.

په اخر کې دواړو لورو د هېواد پراختیا او ښېرازۍ لپاره په ګډې همکارۍ ټينګار وکړ.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu