محترم انجنیر خان محمد د کونړ د والي او استازیو سره وکتل
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئیس او د انرژی خدماتو د تنظیم ادارې سرپرست محترم انجنیر خان محمد تکل له کونړ والي محمد اقبال سعید او په ولسي جرګه کې د کونړ استازي نعمتالله کریاب سره ولېدل.
په دې لېدنه کې لومړی د کونړ والي د هېواد د اوبو د مدیریت په موخه د پراختیایي پروژو د پلي کېدو په برخه کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې مشرتابه له هلو ځلو او جدیت څخه ستاینه وکړه.
همداراز، د دې لېدنې پر مهال په کونړ ولایت کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې په پروژو لکه؛ ساګي بند، تحکیاتو، د کانالونو او چکډېمونو د بیارغولو په اړه خبرې وشوې.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئیس د ناستې له ګډونوالو سره د کونړ ولایت د پراختیا پلان او د ژوند د خوندیتوب په موخه د اوبو د سرچینو د مدیریت مسوده شریکه کړه او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې په نږدې راتلونکې کې به یو تخنیکي ټیم د مروره کانال او نورو پراختیایي پروژو د سروې او ډيزاین په موخه دې ولایت ته واستول شي.
