د اوبو او انرژي سرپرست وزير  د خاتم الانبیأ دارالایتام شاګردانو ته اختریزې ډالۍ وویشلې.

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۹:۱۰
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزير محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور په هغه غونډه کې چې نن د پکتیا ولایت زرمت ولسوالي د خاتم الانبیأ دارالایتام په انګړ کې جوړه شوې وه، ګډون او وینا وکړه.

دغه غونډه چې پکې د زرمت  ولسوال، امنیه قوماندان، علماوو، د یاد دارالایتام استادانو، زده‌کوونکو او د سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکو برخه درلوده ،محترم وزیر صاحب د دیني  زده‌کړو د اهمیت ، افادیت او اړتیا ،د یتیمانو د پالنې او روزنې ،په ټولنه کې د علماوو د ارزښت او د هغوی د دیني او دنیوي دارنه مسئولیت په هکله هر اړخیزه وینا وکړه.

محترم وزیر صاحب د یاد دارالایتام  زده‌کوونکي هم د علم او پوهې تر لاسه کولو په  لاره کې زیار اېستلو،په ټولنه کې د خپل حیثیت او مقام ساتلو ،د استادانو او مشرانو درناوي کولو ، له خپلو هم درسانو سره نېک چلند کولو او راتلونکو دیني او هېوادنیو مسئولیتونو ته متوجه کړل او دوی ته یې اړینې او ګټورې توصیې وکړې.

په پای کې د یاد دارالایتام شاګردانو ته هغه اختریزې ډالۍ وویشل شوې، چې د محترم وزیر  صاحب لخوا دوی ته برابرې شوې وې.

غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

کار اعمار یک کانال در ولایت میدان وردگ حدود ۳۵ درصد تکمیل شده است

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ش

کار اعمار یک کانال در منطقۀ نوشهر در مربوطات ولسوالی جغتوی ولایت میدان وردگ که با هزینۀ در حدود ۳۵۰ هزار دالر امریکایی به پیشبرده می‌شود، در حدود ۳۵. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

کار ساختمانی بند درمیان در ولایت هلمند ۴۵ درصد تکمیل شده است

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ش

مسئولین ریاست عمومی حوزه دریایی هلمند از جریان کار ساختمانی بند درمیان در ولسوالی نوزاد ولایت هلمند نظارت نمودند.

بند متذکره که به ارتفاع ۳۵ متر،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

کار اعمار یک بند ذخیروی آب با هزینۀ ۶ میلیون افغانی در ولایت میدان وردگ آغاز شد

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ش

کار اعمار یک بند ذخیروی آب در مربوطات قریه دامن خلیل ولسوالی حصۀ دوم بهسود ولایت میدان وردگ با هزینۀ ۶ میلیون افغانی آغاز گردید.

بند متذکره با. . .

BACK TO NEWS

User account menu