د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد گل خُلمی او د اوکراین هیواد د اقتصادي کمیسیون مسؤل ښاغلی ولیروه سره .

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد گل خُلمی او د اوکراین هیواد د اقتصادي کمیسیون مسؤل ښاغلی ولیروه سره د افغانستان ساختمانی شرکتونو اتحادیه چاروکو په شتون کې د افغانستان او اوکراین ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبری اتری وکری.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په دواړو هیوادونو کې د روانو ظرفیتونو په یادولو سره، افغانستان او اوکراین ترمنځ د دوه اړخیزو تخنیکي او تعلیمي همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ.
په ورته وخت کې ښاغلی ولیروه د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو اهمیت څخه یادونه وکړه او وویل: اوکراین کولی شي د تخنیکي اسانتیاو چمتو کولو په برخه کې په ځانګړي توګه د برښنا او ګازو لیږد پروژو لپاره اړین تجهیزات او د انجینرانو ظرفیت لوړولو لپاره تخنیکي روزنې افغانستان سره همکاری وکړي.
په پای کې دواړو لوریو د هر اړخیزو همکاریو باندې ټینګار وکړ.