د ګلبهار – پنجشیر د مزې تمدید پروژې د پرمختګ څرنګوالي په اړه بحث وشو.
د اوبو او انرژی وزارت د اوبو مرستیال ښاغلی انجنیر خان محمد تکل د پنجشیر ولایت والی ښاغلی انجنیر کمال الدین نظامی سره د لیدنه ترڅنګ، د ګلبهار – پنجشیر د مزې تمدید پروژې د پرمختګ څرنګوالي په اړه خبرې اتری وکړې.
همدارنګه په دې ناسته کې د برښنا رسولو، مدیریت او د اوبو سکتور د پروژو پلي کولو په برخو کې د اوبو او انرژۍ وزارت پلانونو په اړه هم بحث وشو. .
