په لغمان ولایت کې د خروټو او فرمانخېلو کلیو د چکډیمونو پروژې چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوې دي
۱۴۴۸/۶/۱۲ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۹/۲ هـ.ل
د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د خروټو او فرمانخېلو کلیو د چکډیمونو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د چارو د کیفیت پر لا ښهوالي باندې ټینګار وشو.
د یادې پروژې چارې چې د ۵۳ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي، تر اوسه پورې ۹۸ سلنه بشپړې شوې او پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړې شي.
دغه پروژه د باراني او سېلابي اوبو د کنټرول، د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه پلي کېږي او د چارو په بشپړېدو سره به یې ۲۹۰۰ متر مکعب اوبه زېرمه شي.
