په پکتیا ولایت کې د برکوچي خېلو استنادي دېوال پروژه د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

mew-admin
Wed, Jul 15 2026 3:52 PM
1

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د برکوچي خېلو کلي د استنادي دېوال پروژه د ۸ میلیونه، ۳۵۹ زره او ۲۹۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په دغه پروژه کې چې ګڼ شمېر خلکو ته د کار زمینه چمتو شوې وه، چارې یې د اوبو انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه پرمخ وړل کېدې، چې ګټې ته په سپارلو سره یې د سیمې شاوخوا ۱۲۰ جریبه کرنیزه ځمکه او کابو ۱۵۰ کورنۍ د سېلاب له ګواښ څخه خوندي شوې.

یاد استنادي دېوال ۲۷۷ متره اوږدوالی لري، چې چارې یې د ۴ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

User account menu