د اوبو او انرژي وزیر د هلمند ولایت د کجکي بند له بيلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه
1447/12/18هـ ق مطابق 1405/3/14هـ ش
د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل پلاوي هلمند ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د کجکي بند له بيلابيلو برخو او د دغه بند د نوې پرچاوې د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه.
د اوبو او انرژی وزیر د نوموړي بند څخه د لیدنې پرمهال د بند د ساتنې او مراقبت او د نوې پرچاوې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړوندو مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې.
