د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

mew-admin
1

د ۱۴۰۵ لمریز روان کال د غوايي د میاشتې له ۳۱ نېټې څخه د غبرګولي د میاشتې تر۱ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.

📡🌐 د اقلیمي بدلون منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ریاست او د هوا پیژندنې نړیوالو معتبرو ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تیزو بارانونو له امله د سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې د دغو ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (شمال، پنج آمو او کابل) حوزو او اړوند سیلبرونو کې شوی دی.

🎡 په ذکر شوو نېټو کې د تیزو اورښتونو او د واورو وېلې کېدلو له امله د سېلابونو د راوتلو احتمال او د اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د (فاریاب، سرپل، جوزجان، بلخ، سمنګان، بغلان، کندز، تخار، بدخشان، پنجشیر، پروان، میدان وردک، لوګر، پکتیا، ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

👮👥  په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې استوګن دي، په ډېر درنښت هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راوتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي، تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.

يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه شوې دي.

Latest announcements

Wed, Oct 28 2026 4:29 PM
Background image

Zambar Dam Clarifications - 1

No

Consultant’s Question(s)

Entity’s (MoWE) Response(s)

Added clarification to RFP/TOR-Annexes or Amended the RFP/TOR-Annexes (if amended . . .

Wed, Oct 28 2026 4:17 PM
Background image

RFP amendment Zambar Dam Key experts

No.

RFP Reference no.

Current RFP Status

Amended RFP Status

1

Clause (22.1), page #28 , of the RFP

. . .
Sun, Oct 04 2026 3:19 PM
Background image

REQUEST FOR PROPOSALS

Procuring Entity

Ministry of Water and Energy of Afghanistan (MEW) (As a Facilitator)

Funded By

Residents of the beneficiary . . .

Back to announcements

User account menu