د جلال آباد سیندیزه فرعي حوزه کې د انرژي سروې او ارزونه د مثمریت او تحفظ انرژي او پر بام باندې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب د امکان سنجي مطالعاتو د ترسره کولو په موخه ترسره شوه

mew-admin
Wed, May 13 2026 3:40 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت د پایدارې انرژي عمومي ریاست اړوند د مثمریت او تحفظ انرژي ریاست تخنیکي ټیم هر یو انجنیر عبدالله موسی زی، آمر تحفظ انرژی، انجنیر شیر زمان کریمي، انجنیر عبدالله حسیني او اسماالله مجدي د جلال آباد په  سیندیزه فرعي حوزه کې د انرژي سروې او ارزونه د مثمریت او تحفظ انرژي او پر بام باندې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب د امکان سنجي مطالعات ترسره کړل.

همدارنګه، نوموړي ټیم د جلال آباد سیندیزې فرعي حوزې ریاست له کارمندانو سره د مثمریت او تحفظ انرژي په هکله د عامه پوهاوي برنامې په ترڅ کې د انرژي د سپما د مناسبو لارو، چارو، د انرژي مدیریت، د انرژي سرچینو د ساتنې، چاپېریال ساتنې، د انرژي سپما د ارزښت او سپما تګلارې اړوند اړین معلومات شریک کړل.

د یادونې وړ ده، چې د انرژي سپما د عامه پوهاوي برنامې د اقتصادي کمیسیون د 20/9/1445 نېټې د 13 ګڼې مصوبې دوهم بند د تحقق په موخه له پلان سره سم د اوبو او انرژي وزارت له‌خوا مخکې له دې په څو وزارتونو او امارتي ادارو کې ترسره شوې او په راتلونکي کې به هم دوام ومومي.

User account menu