د غزني ولایت د سردې بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره خوشې شوې

mew-admin
Sat, May 09 2026 10:30 AM
1

د غزني د ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو له لوري د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره د میر آبانو او کروندګرو سره په بشپړه همغږي خوشې شوې.

د یادونې وړ ده، چې د نوموړي بند د اوبو تر خوشې کېدو مخکې د ټولو کانالونو پاکاري د اوبو د غوره جریان په موخه ترسره شوې وه.

User account menu