د اوبو او انرژي وزیر بلخ ولایت کې د آمو سیند له زیانمنو شوو سیمو څخه لیدنه وکړه

mew-admin
Sat, May 02 2026 10:06 AM
1

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې چې د بلخ مرستیال والي محترم ملا نورالهادي ابو ادریس او یو شمېر نورو سیمه‌ایزو مسؤلینو یې ملتیا کوله، د هغه ولایت په شورتیپې ولسوالي او حیرتان ښارګوټي کې د آمو سیند له زیانمنو شوو سیمو څخه لیدنه وکړه.

د اوبو او انرژي وزیر له نوموړو سیمو څخه د ليدنې پرمهال د آمو سیند څنډو د ویجاړیو د وضعیت، د زیانمنو شوو سیمو کچه او د آمو سیند د مسیر انحراف له نږدې وڅېړه او د سیمې له موجوده وضعیت څخه هر اړخیزه ارزونه وکړه.

همدارنګه، د اوبو او انرژی وزیر د نوموړو ویجاړیو په هکله خپله اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، چې د آمو سیند بنسټیز تحکیمات د وزارت په لومړیتوبونو کې ځای لري  او د دغو ویجاړیو د مخنیوي لپاره به بنسټیز او دوامداره پلانونه ترتیب او په نږدې راتلونکي کې عملي شي.

User account menu