د غور ولایت د پوزه لیچ  –  سیاه سنګ عمومي کانال د اوبو ټولنې په ناسته کې د هغه د پاکاري بهیر د پيل په هکله خبرې وشوې

mew-admin
Wed, Apr 15 2026 12:24 PM
1

دغه ناسته د پورتني هریرود- غور سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا رحمت الله اماني تر مشري لاندې د ولایت مقام د استازي، د نوموړي کانال د اوبو ټولنې د رئيس او غړو، د ګذر  وکیلانو او یو شمېر نورو سیمه‌ایزو مسؤلینو په شتون کې ترسره او د پوزه لیچ - سیاه سنګ  عمومي کانال د پاکاري بهیر د پیل په هکله خبرې اترې وشوې.

ښاغلي اماني په دغه ناسته کې د انسانانو په ورځني ژوند کې د اوبو د ارزښت، د اوبو د ګټې اخیستونکې ټولنو له لوري د اوبو مدیریت د څرنګوالي او له نویو کرنیزو سیسټمونو څخه د ګټې اخیستنې په هکله خبرې وکړې.

همدارنګه، په دغه ناسته کې د نوموړي کانال د فعلي وضعیت، د کانال د پاکاري پلان او پکې د خلکو د ونډې اخیستنې په هکله خبرې وشوې او پرېکړه وشوه، چې د نوموړي کانال د پاکاري بهیر دې د روان کال د وري میاشتې په ۲۸ نېټه پیل شي.

User account menu