د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د کندز ولایت د خان آباد ولسوالي د پروژو د وضعیت ارزونه وکړه

MEW-Media
Mon, Apr 06 2026 4:18 PM
1

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد او ورسره مل تخنیکي ټیم د کندز ولایت خان آباد ولسوالي ته د دغې ولسوالي د اوبو مدیریت، د اوبو عادلانه وېش او د اړوندو پروژو د د وضعیت د ارزونې په موخه سفر وکړ.

په دغه سفر کې، ښاغلي حامد د نوموړي ولسوالي له ولسوال، قومي مشرانو سره په لیدنه کې د اوبو د مدیریت او د اوبو د عادلانه وېش په هکله خبرې وکړې او د یو شمېر پروژو وضعیت یې له نږدې و ارزاوه.

User account menu