د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۶۳ چکډمونه د څه باندې ۵۵۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي

mew-admin
Thu, Apr 02 2026 11:31 AM
1

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو او انرژي وزارت له لوري ۱۶۳ چکډمونه د ۵۵۸ میلیونه، ۴۷۹ زره او ۵۷۱ افغانیو په لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

دغه چکډمونه په هېواد کې د سیلابونو د زیانونو د مخنیوي، د اوبو مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو، د اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو او د وچکالي په وړاندې د مبارزې او د کاري فرصتونو د رامځته‌کولو په موخه جوړ شوي دي.

User account menu