د هرات ولایت د پاشدان بند اوبه د لومړي ځل لپاره د اوبو لګولو په موخه خوشې شوې

mew-admin
Tue, Mar 31 2026 3:33 PM
1

د هرات ولایت د پاشدان بند اوبه د لومړي ځل لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د هریرود- مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا، د لاندنې هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او د هرات ولایت مقام د استازي په شتون کې د کرخ ولسوالي د خلکو او  کروندګرو د غوښتنې پر بنسټ، خوشې شوې.

همدارنګه، ښاغلي مستوفي آغا د پاشدان بند د اوبو د خوشې کولو پر مهال د نوموړي بند د ساتنې او مراقبت په هکله خبرې وکړې او په دې برخه کې د خلکو پر همکاري او له خوشې شوو اوبو څخه پر اغېزمنې ګټې اخیستنې باندې ټینګار وکړ.

User account menu