د وروستیو اورښتونو له کبله د قرغې بند د اوبو په کچه کې زیاتوالی راغلی

mew-admin
Mon, Mar 30 2026 11:32 AM
1

د وروستیو اورښتونو له کبله د قرغې بند د اوبو په کچه کې د پام‌وړ زیاتوالی راغلی؛ هغه وضعیت چې په هېواد کې د اوبو سرچینو  وضعیت د غوره‌والي ښکارندویي کوي.

په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو او پرله‌پسې وچکالیو ته په کتو، ویلای شو چې اوسمهال د دغه بند د اوبو په کچه کې زیاتوالی د کابل ښاریانو لپاره هیله بښونکی او ارزښتناک بدلون بلل کېږي؛ ځکه چې دغه وضعیت د اوبیزو سرچینو د پياوړتیا، د کرنې د پراختیا او د اقتصادي وضعیت د ښه‌کېدو لپاره زمینه چمتو کوي.دغه ډول بدلونونه د اوبو د دوامداره مدیریت او له اوبو څخه د ښې ګټې اخیستنې ارزښت له هر  وخت څخه زیات روښانه کوي.

User account menu