د هرات ولایت درنو ولسونو ته ښه زیری
د وروستیو اورښتونو له کبله په هرات ولایت کې د پاشدان اوبولګولو او برېښنا د تولید بند د اوبو کچه زیاته شوې چې په سیمه کې د اوبیزو سرچینو وضعیت د غورهوالي زیریورکوونکی دی.
د نوموړي بند د اوبو زیاتوالی کولای شي چې د کرنیزو اوبو د چمتوکولو، د حاصلاتو په پياوړتیا، د خوړو امنیت په غورهوالي او همدارنګه د برېښنا د تولید په برخه کې اړین رول ولوبوي.
د یادونې وړ ده، چې پاشدان بند تېر کال د اوبو او انرژي وزارت له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو او اوسمهال د اوبو په کچه کې زیاتوالی کولای شي چې د خلکو د هوساینې او اقتصادي پراختیا په برخه کې اغېزمن رول ولري.
