د اوبو او انرژي وزیر ارزګان ولایت ته سفر وکړ
۲۸ رمضان ۱۴۴۷ هـ ق
۲۶ حوت ۱۴۰۴ هـ ل
د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل ددغه وزارت د انجینري چوپړتیاوو او اوبو تاسیساتو عمومي رئیس محترم انجینر اسدالله عمار د ارزګان د اوبو او انرژي رئیس مولوي خلیل الرحمن عمری او د چنارتو ولسوالي ولسوال په ملتیا د آغاجان بند له ساحې او شفلوغ بند له روانو چارو څخه ارزونه او څارنه ترسره کړه ،هیله یې څرګنده کړه چې د شفلوغ بند د تطبیق او آغاجان بند د تحقیقاتو کار به پر خپل وخت سرته ورسیږي.
د شفلوغ بند پروژې چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه ۱۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ملي پراختیا شرکت له لورې پر مخ وړل کیږي.
یاده دې وي چې د آغاجان بند جیوتخنیک سروې پروسه بشپړه شوې لومړنۍ ډیزاین یې وزارت سره شریک شوي د ساختماني چارو لپاره د بند پر ډیزاین کار روان دی، چې د ۵۰ متره په لوړ والي سره د ۷۰۰۰۰۰۰۰ اویا میلیون متره مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري همداراز د شفلوغ بند ۲۳ متره په لوړوالي او ۱۵۵ متره اوږدوالی سره د ۸۵۰۰۰۰ اته سوه پنځوس زره متره مکعب د اوبو د ذخیرې وړتیا لري.
