ارزګان ولایت کې د ګوهرګین کانال د ټینګښت پروژه د ۹۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mew-admin
Mon, Mar 16 2026 2:37 PM
1

د ارزګان ولایت د چهارچینو ولسوالي اړوند د ګوهرګین کانال پروژه د ۹۰زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي خلیل الرحمن عمري او یو شمېر نورو سیمه‌ایزو مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د نوموړې پروژې ګټې په سپارلو سره د اوبو په برخه کې د کابو ۷۳۵ کورنیو ستونزې هوارې شوې.

د دغې پروژې چارې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د آغاخان خیریه بنسټ په تخنیکي همکاري د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

User account menu