د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله د کرنې، اوبولګولو او مالداري وزارت کې د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

mew-admin
Wed, Feb 25 2026 3:32 PM
1

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو، چارو په هکله د کرنې، اوبولګولو او مالداري وزارت له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي وزارت د پایدارې انرژي د عمومي ریاست تر چتر لاندې د انرژي د اغېزمنتیا او ساتنې ریاست کارمندانو هر یو محترم انجنیر منصورالرحمن عبدالحی، د انرژي اغېزمنتیا آمر،اسماء الله مجدي د انرژي اغېزمنتیا د عامه پوهاوي کارپوه او انجنیر صدیق الله ځلاند د انرژي اغېزمنتیا اقتصادي کارپوه، د پرزینټېشن په وړاندې کولو سره په بشپړه توګه د انرژي مدیریت، د انرژي د سرچینو ساتنې، چاپیریال ساتنې، د انرژي د سپما ارزښت او د سپما تګلارې اړوند معلومات ګډونوالو ته ورکړل او د یادې برنامې د وړاندې کولو موخه یې له انرژي څخه په سمه توګه ګټه اخیستنه او عامه پوهاوی وباله.

د یادونې وړ ده، چې د انرژي سپما د عامه پوهاوي برنامې د اقتصادي کمیسیون د 20/9/1445 نېټې د 13 ګڼې مصوبې دوهم بند د تحقق په موخه له پلان سره سم د اوبو او انرژي وزارت له خوا مخکې له دې په څو وزارتونو کې ترسره شوې او په راتلونکي کې به هم دوام ومومي.

User account menu