پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست کې د سیند د حریم او بستر د تثبیت او ټاکلو په موخه معلوماتي او تخنیکي سمینار پيل شو
دغه شپږ ورځنی سمینار د اوبو او انرژي وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست کارکوونکو ته په لاره اچول شوی دی.
په دغه سمینار کې به ګډونوالو ته د سیند د بستر او حریم د مفهوم، هایدرولوژيکي معلوماتو او ارقامو، د ټوپوګرافي سروې کارونې د څرنګوالي، د سیند د طبیعي او سیلابي بهیر د بستر او حریم د تثبیت، د سیند په بستر او حریم کې د ناقانونه لاسووهنو او آبادي او د سیلابونو د خطر د کمولو په موخه اړین معلومات وړاندې شي.
