فاریاب ولایت کې د اوبو د کموالي ستونزه د شیرین تګاب میمنې فرعي سیندیزې حوزې له رئيس سره شریکه شوه

mew-admin
Mon, Feb 09 2026 4:07 PM
1

د شیرین تګاب میمنې فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز د دغه ولایت د سربلاق، چغتک، ظلم آباد او کاریز کلا له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل او د اوبو کموالي ستونزو د هوارولو او د ذخیروي بند جوړولو په هکله خبرې اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې، د نوموړو کلیو مشرانو د اوبو له کموالي څخه را ولاړې شوې ستونزې او د ذخیروي بند جوړولو وړاندیز له ښاغلي مبارز سره شریک کړ.

په ورته مهال، ښاغلي مبارز د نوموړو کلیو له مشرانو سره ژمنه وکړه، چې د دوی ستونزې او وړاندیز به له اړوندو مسؤلینو سره شریک کړي.

User account menu