پکتیکا ولایت کې د ۱۰۰ کیلوواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mew-admin
Sun, Feb 08 2026 3:11 PM
1

د پکتیکا ولایت په زرغون شهر ولسوالي کې د ۱۰۰ کیلوواټه لمریزې برېښنا پروژه د پکتیکا د اوبو او انرژي ریاست د تخنیکي سلاکار محترم انجنیر عیسی محمد مسلم، د صنعت او سوداګري رئيس محترم ملا ښادي خان او یو شمېر نورو سیمه‌ایزو مسؤلینو او قومي مشرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د نوموړې پروژې ګټې د سپارلو په مراسمو کې ښاغلي مسلم دغه پروژه د نوموړې ولسوالي د بازار د پرمختګ لپاره اړینه وبلله او زیاته یې کړه، چې مونږ هڅه کوو چې دغه وړتیا لا هم زیاته کړو.

دغه پروژه د پکتیکا د اوبو او انرژي ریاست تر چتر لاندې د دغه ولایت د صنعت او سوداګري ریاست په همکاري د یوه خصوصي شرکت له لوري پلې شوه.

User account menu