د آمو سیند څنډو ټینګښت د نهم لاټ پروژې د چارو د پیل په موخه د آمو سیند څنډو ریاست او د قراردادي شرکت د مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
Sun, Feb 08 2026 9:56 AM
1

دغه ناسته چې د آمو سیند څنډو د ټینګښت ریاست د تخنیکي سلاکار محترم انجنیر سیدالرحمن ځدراڼ، د اوبو پروژو د کیفیت د کنټرول ریاست او د قراردادي شرکت د مسؤلینو ترمنځ ترسره شوې وه، د تخار ولایت په درقد ولسوالي کې د آمو سیند څنډو ټینګښت د نهم لاټ پروژې د عملي چارو د پيل په هکله خبرې اترې وشوې.

په دغه ناسته کې، د تخنیکي معیارونو او اصولو پر رعایتولو، د قرارداد له اسنادو سره سم د پروژې پلي کولو، اړینو همغږیو او په ټاکل شوي وخت باندې د چارو پر بشپړېدو باندې ټینګار وشو.

User account menu