مالیې وزارت کې د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

mew-admin
Thu, Feb 05 2026 11:55 AM
1

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو، چارو په هکله د مالیې وزارت له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي وزارت د پایدارې انرژي د عمومي ریاست تر چتر لاندې د انرژي د اغېزمنتیا او ساتنې ریاست کارمندانو هر یو انجنیر منصورالرحمن عبدالحی د انرژي اغېزمنتیا آمر، اسماء الله مجدي د انرژي اغېزمنتیا د عامه پوهاوي کارپوه او انجنیر صدیق الله ځلاند د انرژي اغېزمنتیا اقتصادي کارپوه، د پرزنټېشن په وړاندې کولو سره په بشپړه توګه د انرژي مدیریت، د انرژي د سرچینو ساتنې، چاپیریال ساتنې، د انرژي د سپما ارزښت او د سپما تګلارې اړوند معلومات ګډونوالو ته وړاندې کړل او د یادې برنامې د وړاندې کولو موخه یې له انرژي څخه په سمه توګه ګټه اخیستنه او عامه پوهاوی وباله.

د یادونې وړ ده، چې د انرژي سپما د عامه پوهاوي برنامې د اقتصادي کمېسیون د 20/9/1445 نېټې د 13 ګڼې مصوبې دوهم بند د تحقق په موخه له پلان سره سم د اوبو او انرژي وزارت له‌خوا مخکې له دې په څو وزارتونو کې ترسره شوې او په راتلونکي کې به هم دوام ومومي.

User account menu