د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د لوګر ولایت له قومي مشرانو سره په هغه ولایت کې د برېښنا انرژي پروژو د اړوندو موضوعاتو په هکله خبرې وکړې

MEW-Media
Sun, Feb 01 2026 11:32 AM
1

۱۳/شعبان/۱۴۴۷هـ ق

۱۴۰۴هـ ل د سلواغې ۱۲

د انرژي محترم معین الحاج ملا عبدالهادي یعقوب د خپل کار په دفتر کې د دغه معینیت د یو شمېر رئيسانو په شتون کې د لوګر ولایت له قومي مشرانو او سپین ږیرو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، په هغه ولایت کې د برېښنا انرژي پروژو د اړوندو موضوعاتو په هکله بحث وشو.

د انرژي معین د لوګر ولایت د قومي مشرانو د ستونزو او وړاندیزونو تر اورېدلو وروسته، ډاډ ورکړ چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به په راتلونکي کې مطرح شوو ستونزو ته اړینه رسېدنه وشي.

 

 

User account menu