اوبو او انرژي وزارت کې د " هایدرولوژي مفاهیم او د اوبو سرچینو مدیریت" ترسرلیک لاندې د وړتیا لوړونې ښوونیزه برنامه پیل شوه

mew-admin
Sat, Jan 31 2026 10:27 AM
1

دغه درې ورځنۍ ښوونیزه برنامه، د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري عمومي ریاست تر چتر لاندې د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د دغه وزارت د اوبو سرچینو عمومي ریاست په همکاري د کارمندانو کاري وړتیا او مسلکي زده‌کړې کچې د لوړونې په موخه په لاره اچول شوې ده.

په دغه برنامه کې څه د باندې ۲۰ تنه هغو انجنیرانو او کارمندانو چې دندې یې په مستقیم ډول د اوبو او اوبیزو سرچینو موضوعاتو پورې تړاو لري، ګډون وکړ.

د یادونې وړ ده، چې په دغه ښوونیزه برنامه کې د هایدرولوژي بنسټیزو مفاهیمو، سطحي او ځمکې لاندې اوبو سرچینو، د اندازه ګیري ډولونو او د هایدرولوژي معلوماتو د شننې، د اوبو سرچینو پایداره اصول او په دې برخه کې د شته ننګونو په هکله تخصصي او هر اړخیز معلومات وړاندې شول، ترڅو ګډونوال وکولای شي له خپلو زده‌کړو څخه د هېواد په کچه د مسلکي دندو په ترسره کولو او د اوبو سرچینو د اغېزمن مدیریت په برخه کې ورڅخه غوره ګټه پورته کړي.

User account menu