د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د بدخشان له والي سره وکتل

MEW-Media
Tue, Jan 20 2026 2:46 PM
1

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل د دغه ریاست تخنیکي سلاکار بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي محترم الحاج مولوي محمد اسماعيل غزنوي سره یې وکتل. په دغه لیدنه کې، ښاغلي نقي د دغه ریاست د مسؤلیتونو، راتلونکو پلانونو او په شغنان ولسوالي د آمو سیند د ویجاړیو او پلان شوي یوې پروژې په هکله اړین معلومات د بدخشان له والي سره شریک کړل.

د بدخشان والي په دغه لیدنه کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس ته د همکاري ډاډ ورکړ.

همدارنګه، د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د بدخشان ولایت په اشکاشم ولسوالي کې مېشت د دغه ریاست اړوند سیمه‌ایز آمریت له مسؤلینو سره وکتل او هغوی ته یې د چارو د پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې او د هغوی ستونزو ته د رسیدګي په برخه کې ژمنه وکړه.

په ورته مهال، نوموړي آمريت ته نوى ټاکل شوى آمر د نوموړې ولسوالى د سيمه‌ايزو مسولينو په شتون کې کارمندانو ته ور وپېژندل شو.

User account menu