هرات ولایت کې د باران اوبو څاګانو د کېندلو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

MEW-Media
Tue, Jan 20 2026 10:37 AM
1

د هرات د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او ورسره مل تخنیکي ټیم په هرات ښار کې د یوه تیلو ټانک په انګړ کې د باران اوبو څاه د کېندلو او د هرات د لوی جامع جومات په انګړ کې د پنځو کړیو باران اوبو څاګانو د کېندلو له بهیر څخه څارنه وکړه.

همدارنګه، ښاغلي عزیزي د هرات لوی جامع جومات له خطیب سره وکتل او د باران اوبو څاګانو د کېندلو طرحې د پلي‌کولو، له اوبو سرچینو څخه د غوره ګټې اخیستنې او په دې برخه کې د علماوو او روحانیونو د رول په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

User account menu