خوست ولایت کې د اوبو رسولو دوې پروژې تر څارنې لاندې ونیول شوې
د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري د زندهخېلو او عیسیخېلو د اوبو رسولو پروژې تر څارنې لاندې ونیولې.
د نوموړي ریاست تخنیکي ټیم د خوست د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو ته په ټاکلي وخت سره د نوموړو پروژو د بشپړېدو په هکله اړینې لارښوونې وکړې.
