جوزجان ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

MEW-Media
Wed, Jan 14 2026 2:39 PM
1

د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي اړوند په جوی سرای سیمه کې د آمو سیند څنډو د ټينګښت پروژه د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي، د قرقین ولسوال محترم ملا محمد سرور فاضل او یو شمېر نورو سیمه‌ایزو مسؤلینو او قومي مشرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

ښاغلي نقي د دغې پروژې ګټې ته د سپارلو په مراسمو کې د هغې په هکله معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې په راتلونکي کې به د سیند څنډو د ټينګښت نورې پروژې هم پلي شي.

نوموړې پروژه چې یو کیلو متر اوږدوالی لري، چارې یې د جوزجان د پخواني والي محترم قاري ګل حیدر شفق، د آمو سیند څنډو د ټینګښت ریاست د مسؤلینو او د سیمې د خلکو په مالي لګښت پلې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

User account menu